IQNA

د ناټو غړي دې پوهه شی چی پاکستان هیڅکله هم ددوي  غلام نه دې  

16:56 - March 07, 2022
د خبر لمبر: 3485505
تهران (ایکنا) – د پاکستان لومړي وزیر روښانه کړې ود لویدیځي  هیوادونو  سفیران ولې هندوستان ته لیک نه  لیږی چی په ښکاره د بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوی . عمران خان وویل ناټوباید پوهه شی چی پاکستان په هیڅ وجه د هغو غلام ندې . له ناټو سره ملګرتیا  د پاکستان لپاره له تاوان پرته بل څه نه دي درلودلي

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیر  عمران خان نن  د اسلام اباد حکومت  ته د ناټو د غړیو هیوادونو د سفیرانو په لیک په غبرګون کې وویل په تیروخت کې له ناټو سره ملګرتیا پاکستان لپاره له تاوان پرته بل څه نه دي درلودلي .

عمران خان  همدارازله هیوادونو سره په اړیکو کښې د پاکستان په خپلواکي ټینګار وکړ  او  اسلام اباد ته د ناټو د غړیو هیوادونو د سفیرانو د لیک په لیږلوپه نیوکې سره ئې  وویل کله چی پاکستان د افغانستان په جنګ کې له ناټو ملاتړ وکړ نو دغو هیوادونو د اسلام اباد د مننې په ځای د خپلې ماتې عامل پاکستان وباله ؤ اوس تمه لري چی اسلام اباد په پټو سترګو د هغو په غوښتنو عمل وکړی .

ده وویل د ناټو د غړیو هیوادونو سفیران ولې هندوستان ته لیک نه ورلیږی چی په ښکاره د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ کوی . عمران خان وویل ناټوباید پوهه شی چی پاکستان په هیڅ وجه د هغو غلام ندې

امریکا او اروپایی هیوادونه له پاکستانه غواړی چی په اوکرین د روسیې حمله وغندی .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i113142

captcha